که تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرئ، د ژباړې او ترجمې خدمتونو ته په 131 450 شمېره ټیلیفون وکړئ.
ولې باید واکسین وکړئ
واکسینونه له کرونا څخه دخلکود سختې ناروغۍ د نیولووپه مخ نیوي کې خوندي او اغیزمن دي. دا اړینه ده چې تاسو تازه ټول واکسینونه وکړئ ترڅو د کرونا پروړاندې ډېره ښه ساتنه ترلاسه کړئ.
څنګه واکسین وکړئ
واکسینونه دلته شته:
- کورنی ډاکټر
- د کورني ډاکټرتنفسي
- درملتونونه
- ټولنېزروغتیا يي خدمتونه
تاسو باید له کورني ډاکټرسره خبرې وکړئ که تاسوکومه بله ناروغۍ لرئ یا ډاډه نه یاست چې څومره اندازې واکسین ته اړتیا لرئ.
واکسینونه وړیا دي، او تاسود واکسین کولو لپاره میډیکیرکارت ته اړتیا نلرئ.
څوک کولای شي چې واکسین وکړي
هرڅوک چې عمریې ۵ کاله او پورته وي د واکسین کولو لپاره وړ دی. ځینې ماشومان چې عمرونه یې د ۶ میاشتو او ۵ کلونو تر منځ وي د واکسین کولولپاره وړ دي که دوی:
- د معافیت کمزوري ولري
- معلولیت ولري
- ډیرې ناروغۍ ولري.
یونوی دوه اړخیزه واکسین چې د Omicron ډولونه په نښه کوي د پیاوړي واکسین په توګه دهرچا لپاره چې ۱۸ کاله یا پورته عمر ولري شته.
له کورني ډاکټرسره خبرې وکړئ چې څومره اندازه او کوم واکسین تاسو او ستاسو د ماشوم لپاره توصیه کیږي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، لهواکسین څخه لیدنه وکړئ.
ستاسو له واکسین کولوڅخه وروسته
تاسو کیدای شي جانبي اغیزې ولرئ لکه د هغې عضلې درد چې چېرې یې تاسو ته ستنه وهلې ده، ستړیا، د عضلاتو درد، تبه یا لړزه اود بندونو درد. اړخیزې یا جانبې اغیزې نورمال دي او دا ددې نښه ده چې واکسین کار کوي. دا دردونه معمولا کم وي او یوه یا دوه ورځې وروسته له منځه ځي.
جدي اړخیزې اغیزې ډېرې کمې دي. له خپل کورني ډاکټر سره اړیکه ونیسئ که تاسواندیښمن یاست، یا که کومه اړخیزه اغیزه د څو ورځو څخه وروسته هم لرې نشې.
د کرونا د واکسینونو په اړه
ټولوواکسینونوباید د خوندیتوب هغه سخت معیارونه پوره کړي وي کوم چې دآسټرالیا د معالجوي توکود له خوا ټاکل شوي مخکې له دې چې په آسټرالیا کې وکارول شي. دا د روغتیایی منل شویومتخصصینو لخوا اداره کیږي.
په آسټرالیا کې، څلور واکسینونه شته اود کارولو لپاره تصویب شوي دي:
- فایزر
- موډرنا
- نوواواکس
- اسټرازینیکا
خلک کولای شي د دوی د عمراو طبي حالت پراساس بیلابېل واکسینونه ترلاسه کړي. له کورني ډاکټرسره خبرې وکړئ ترڅومعلومه کړئ چې کوم واکسین ستاسو لپاره سم دی.
نور معلومات
د خپل راتلونکی واکسین وخت له کورني ډاکټریا محلي درملتون سره دواکسین کلینیک له لارې ونیسئ. تاسو کولای شئ د کرونا د ویروس ملي مرستندویه ټیلیفوني کرښې ته په 1800 020 080 شمېره زنګ ووهئ.
Reviewed 12 December 2022