Victoria government logo
coronavirus.vic.gov.au

روغتیایي مشوره او بندویزونه (Health advice and restrictions) - پشتو (Pashto)

د کرونا د اداره کولواوځان ساتنې لپاره مشوره.

که تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرئ، د ژباړې او ترجمې خدمتونو ته په 131 450 شمېره ټیلیفون وکړئ.

له کرونا څخه ځان او نور وژغورئ

کرونا لاهم په ټولنه کې جریان لري. اوس هم کولای شي ځینې خلک سخت ناروغه کړي. د خپل ځان ساتنه د نورو د ساتنې غوره لاره ده. که تاسې په کرونا اخته نه یاستئ نو تاسې کرونا نشئ خپرولای

معاینه وکړئ

په کور کې پاتې شئ او د انټيجن چټکه معاینه (RAT) وکړئ که تاسو:

  • که تاسونښې نښانې لرئ لکه د پوزې بهیدل، د ستوني درد، ټوخی، تبه، یا لړزه .
  • یا د هغه چا اړیکه یاست څوک چې په کرونا اخته وي.

که ستاسو د معاینې نتیجه منفي وي، تاسو باید د راتلونکو څو ورځو لپاره د انټيجن چټکه معاینه وکاروئ او په کورکې پاتې شئ تر څو چې ستاسو نښې نښانې له منځه ولاړې شي.

که ستاسود انټيجن د چټکې معاینې نتیجه مثبته وي نو تاسو باید خپله پایله د عامې روغتیا څانګې ته راپور ورکړئ. تاسو کولای شئ پایله په آنلاینExternal Link ډول یا د 1800 675 398 شمېرې ته په ټیلیفون کولو سره راپور ورکړئ. که تاسو د خپلې نتیجې راپورورکړئ، تاسو کولای شئ وړیا طبي پاملرنې اود کرونا درمل ترلاسه کړئ.

د PCR د معاینې لپاره له کورني ډاکټر څخه غوښتنه وکړئ که تاسو د کرونا له کبله سخت ناروغ یاست. تاسواړتیا نلرئ د خپلې پایلې راپورورکړئ که تاسود PCR د معاینې نتیجه مثبته وي.

دکرونا د معاینې د ترسره کولوExternal Link په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ

خپلې روغتیا ته پام وکړئ

که ستاسود کرونا د معاینې پایله مثبته وي نوتاسو باید آرام وکړئ او د GP سره خبرې وکړئ. ډېرخلک به لږ نښې نښانې ولري او کولای شي په کور کې ښه شي. تاسې باید:

  • لږترلږه ۵ ورځې په کور کې پاتې شئ. کاراو ښوونځي ته مه ځئ. له روغتونونو، د زړوکسانود پاملرنې له ځایونو، او د معلولیت له خدمتونو څخه ځان وساتئ.
  • ماسک واغوندئ که تاسو په بیړني حالت کې له کوره وځئ. غوره ماسکونه د جراحۍ یا N95 دي.
  • هغوځایونو ته چې په وروستیو وختونوکې تللي یاست یا خلک مو لیدلئ ورته ووایاست چې تاسو په کرونا اخته یاستئ

که ستاسوحالت خراب شي، تاسوباید د GP سره خبرې وکړئ یا د GP تنفسي کلینیکExternal Link سره اړیکه ونیسئ.

تاسو کولای شئ د کرونا د ویروس ملي مرستندویه ټیلیفوني کرښېExternal Link ته په 1800 020 080 شمېره زنګ ووهئ.

د بیړنۍ پاملرنې لپاره د ویکټوریا مجازی بیړنۍ څانګېExternal Link ته زنګ ووهئ که تاسو نشئ کولای له GP سره خبرې وکړئ.

د بیړنیو حالتونو لپاره درې صفره (000) ته زنګ ووهئ.

ستاسو ناروغي کیدای شي تر۱۰ ورځو پورې ساري وي. تاسو باید په کورکې پاتې شئ که تاسود پوزې بهیدل، د ستوني درد، ټوخی، تبه، لړزه، خولې، یا ساه لنډي ولرئ دانټيجن چټکه معاینه وکاروئ یا که تاسو ډاډه نه یاستئ له GP سره خبرې وکړئ.

مرسته

د لا زیاتو معلوماتو لپاره:

له چا سره خبرې کول:

د کرونا د درملو په اړه پوښتنه وکړئ

د کرونا درمل ژوند ژغوري او خلک چې په کرونا اخته کیږي د ناروغۍ د سختۍ مخه نیسي. دوی درمل باید ژر تر ژره وکاروي او د ناروغۍ په ۵ ورځو کې دننه کارول یې غوره نتیجه ورکوي.

دې پوښتنوExternal Link ته ځواب ورکړي ترڅو په دې پوه شئ چې آیا تاسې ددې درملو لپاره مستحق یاست. که تاسو فکرکوئ چې تاسومستحق یاست نو د GP سره خبرې وکړئ. GP کولای شي مرسته وکړي ترڅوډاډ ترلاسه کړي چې مستحق خلک ژر ترژره درملنه ترلاسه کړي

د نورو معلوماتو لپاره انټي ویروس او نور درملExternal Link وګورئ.

ماسک واغوندئ

ماسک کولای شي تاسو په کرونا له اخته کیدوڅخه وژغوري او د خپریدو مخه ونیسي. ماسک باید ښه کیفیت ولري او مخ په ښه توګه پټ کړي. N95 او P2 ماسکونه (تنفس کونکو) ته ښه ساتنه ورکوي.

تاسو باید:

  • په عامه ترانسپورت، په عامه ځای کې دننه او بهر په ګڼه ګوڼه کې ماسک واغوندئ.
  • که تاسوکرونا لرئ او له کوره باید ووځئ
  • که تاسوله بل چا سره یاستئ چې د سختې ناروغۍ له خطر سره مخامخ وي

هغه ماشومان چې عمرونه یې دوه کاله یا کم وي باید ماسک وانه غوندي ځکه چې د ساه لنډۍ او ساه اخیستنې خطر شته.

د نورو معلوماتو لپاره د مخ ماسکExternal Link په هکله وګورئ.

خپل راتلونکی واکسین ترلاسه کړئ

واکسین تاسواوستاسې د کورنۍ د ساتنې لپاره ډېره ښه لاره ده چې د کرونا له کبله سخت ناروغ نشئ تاسوباید له سپارښتنې سره سم تازه واکسینونه وکړئ له کورني ډاکټرسره خبرې وکړئ ترڅو معلومه کړئ چې د څومره اندازې واکسین سپارښتنه شوې

که تاسې په کرونا اخته شوي هم یاست باید خپل واکسین ترلاسه کړئ. دواکسین کلینیک موندونکيExternal Link څخه کار واخلئ ترڅو د خپل راتلونکی واکسین وخت له GP یا محلي درملتون سره ونیسئ.

د نورو معلوماتو لپاره د د کرونا له واکسینExternal Link څخه لیدنه وکړئ.

تازه هوا کور ته را پریږدئ

کرونا په هوا کې خپریږي. کورته دننه د تازه هوا را پریښودل کولای شي د کرونا دخپریدو خطر کم کړي. کله چې امکان لري کړکۍ یا دروازې خلاصې کړئ هغه وخت چې د کور دننه له نورو سره راټولیږئ. که تاسودا نشئ کولای، تاسوکولای شئ د انتقالیدونکي هوا پاکوونکي (HEPA فلټر) وکاروئ کوم چې له هوا څخه لړلي ذرات لرې او هوا پاک کوي.

د نورو معلوماتو لپاره وینټیلیشنExternal Link وګورئ.

له کرونا څخه رغیدل

ډېرخلک به له کرونا څخه وروسته هم د ناروغۍ احساس کوي سره له دې چې د دوی ناروغي به نوره ساري نه وي. خپل بدن ته پاملرنه اووخت ورکړئ ترڅوبیرته به سمه توګه روغ شي.

تاسوباید له اخته کیدو وروسته ۳ میاشتې انتظاروباسئ، مخکې له دې چې د خپل واکسین راتلونکی اندازه ترلاسه کړئ. دا به ددې ډاډ درکړي چې تاسوبه د ویروس پروړاندې ډېره ښه ساتنه ترلاسه کړئ.

تاسو له رغیدو څخه ۴ اونۍ وروسته بیا د کرونا په ویروس اخته کیدلای شئ. که تاسو له اخته کیدو څخه ۴ اونۍ یا وروسته نښې نښانې ولرئ، تاسو باید معاینه وکړئ.

اوږده کرونا هغه ده چې د کرونا نښې نښانې له ۳ میاشتو څخه ډیرې دوام وکړي. تاسو باید خپل GP وګورئ څوک چې تاسو سره ستاسود نښونښانو په اداره کولوکې مرسته کولای شي یا د اړتیا په صورت کې تاسو متخصص ته وروپېژني.

د اوږدې کروناExternal Link په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

که تاسو په کرونا د اخته کس اړیکه یاست

تاسوپه کرونا د اخته کیدو له خطرسره مخامخ کېږئ که چیرې تاسوپه شریک کورکې واوسئ یا له هغه چا سره نږدې اړیکه ولرئ چې د معاینې پایله یې مثبته وي.

تاسو باید د نښو نښانو څارنه وکړئ اود ۷ ورځو لپاره په منظمه توګه معاینه وکړئ له هغې ورځې څخه چې په کرونا له اخته کس سره مونږدې اړیکه شوې وي. د دې وخت په جریان کې، دا سپارښتنه کیږي:

  • له روغتونونو، د زړوکسانود پاملرنې له ځایونو، اود معلولیت له خدمتونو څخه ځان وساتئ.
  • له کورڅخه د وتلو پرمهال، په عامه ترانسپورت اود دننیوځایونو په شمول لکه کاراو ښوونځي کې ماسک واغوندئ
  • که امکان لري د کړکیو په پرانیستلوسره د کوردننه ځایونو ته تازه هوا پریږدئ

داړیکو لپاره د چک لیستExternal Link په اړه د نورو معلوماتو لپاره.

Reviewed 12 December 2022

Coronavirus Hotline

Call the Coronavirus Hotline if you have any questions about COVID-19.

The Victorian Coronavirus Hotline diverts to the National Coronavirus Helpline every night between 4pm and 9am.

Please keep Triple Zero (000) for emergencies only.

Was this page helpful?